داستانونه

دازادۍ راډیويي مجله
 . . .  تفصيل
دلته دازادۍ راديويي مجله اورېدلى شئ
 . . .  تفصيل
ازادي راديويي مجله (ددې ادبي هنري مجلې وروستۍ ګڼې دلته واورئ)
 . . .  تفصيل
دازادۍ راديود هنري كلتوري مجلې څو ګڼې دلته اورېداى شئ
 . . .  تفصيل
د داستانونو داستان
دوه مياشتنۍ مجله داستانونه په ١٩٩٩ کال  په پېښور کې په لومړي ځل چاپ شوه . تر درې کلن خپرندوی فعاليت وروسته ودريده خو په ٢٠٠٤ کال کې يې بيا له کابله د خپريدا زيری راغی.
دوه مياشتنۍ (( داستانونه )) د پښتو داستاني ليکنو لپاره ځانګړې شوې مجله وه .د مجلې چلوونکی ،کيسه ليکوال او کره کتونکی اسد الله غضنفر ؤ . دوه مياشتنۍ داستانونه د نړۍ په هر ګوټ کې د مېشتو افغان کيسه ليکوالو له کيسو سره څنګ ته د نړيوالو ښو کيسو ژباړې هم خپرولې . داستانونه له هيڅ سياسي ډلې سره نه تړاودرلوداونه دسياسي اهدافولپاره خپرېده . خواوس دا مجله نه خپرېږي .اوس داستانونه ويبپاڼه د کيسه ليکوالو کيسې په ورين تندي مني .لكه څرنګه چې د داستانونو مجله د خپل وخت لومړنۍ پښتو مجله وه چې يوازې يوۀ مطلب ته ځانګړې شوې وه ،دغسي داستانونه ټكى كام ويبپاڼه هم په افغاني سايټونوكې لومړنۍ اختصاصي ويبپاڼه ده .
اوس ګڼ شمېرويبپاڼې شته چې رازرازمطالب خپروي ليكن داستانونودادودمات كړى اوځان يې يوازې داستاني ادبياتو ته ځانګړى كړى دى .
تراوسه پورې په داستانونوټكى كام كې دشاوخوادوه نيم سوه لنډوكيسوپه څنګ كې ،دنړيوالواوافغان ليكوالوژوند -ليكونه،دماشومانوكيسې،طنزونه،ادبي بحثونه،كره كتنې ،دداستاني ادبياتولارښوونې،ډرامې ،ناول اوګڼ نورمطالب لوستونكوته وړاندې شوي دي .
 داستانونو په خپل خپرنيز ژوند کې تر اوسه شپږ کتابونه هم چاپ کړي دي :
١ : بې ځالې مرغۀ ، ناول
٢ :لنډې کيسې به څنګه ليکو ؟ د داستان ليکنې فني اړخ
٣ : اوبو وړی ، ناول
٤: ډالري معاش د ډرامو ټولګه
٥ :  يو مزل دوه نړۍ ، لنډې کيسې
۶ : نهه دېرشمه پوړۍ (پوليسي ناول)  . . .  تفصيل